ایراني ولسمشر افغانستان لپاره ځانګړی استازی وټاکه؛ د امنیتي همکارۍ ژمنه یې وکړه

د خپرېدو وخت

د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي په عراق کې پخوانی سفیر حسن کاظمي قُمي د افغانستان لپاره خپل ځانګړی استازی ټاکلی دی. بل لورته د ایران لوی درستیز مسکو له روسي چارواکو سره د افغانستان په مسله خبرې کوي.

حسن کاظمي قُمي په بغداد او د افغانستان په هرات ښار کې قونسل هم وو. دی د صدام حسین د رژیم له ړنګېدو وروسته عراق کې د ایران لومړی سفیر وو او د دغه هېواد د پخواني لومړي وزیر نوري المالکي په منخګړیتوب له امریکا سره په مخامخ خبرو کې یې د ایراني پلاوي مشري هم کوله.

د امریکا د مرکزي استخباراتو سي آی اې پخواني مشر او په عراق او افغانستان کې د امریکايي ځواکونو پخواني قوماندان مایکل پټرایس قُمي د قدس ځواک د غړي په توګه یاد کړی وو.

د ایران د خبري اژانس ارنا د رپوټ له مخې ولسمشر رئیسي پرون یکشنبه د حسن کاظمي قُمي د معرفي پرمهال یوه غونډه کې په کندهار کې د تېرې جمعې پر ورځ د شیعه مذهبو پر جومات برید ته په اشارې ویلي حکومت یې چمتو دی له طالبانو سره افغانستان کې د ثبات او امنیت برخه کې مرسته وکړي.

ښاغلي رئیسي ویلي افغانستان کې له نویو " واکمنانو تمه کیږي چې د ملت د امنیت په تامین کې خپل مسؤولیت ترسره کړي او دې برخه کې د خلکو د ظرفیت کارولو کې غفلت ونکړي".

د افغانستان لپاره د ایران د ولسمشر د نوي ځانګړي استازي له ټاکلو سره هم مهاله د ایران لوی درستیز محمد باقري مسکو ته رسېدلی.

له روسیې سره د پوځي او امنیتي همکاریو ترڅنګ د افغانستان مسله د نوموړي د دې سفر یوه مهمه موضوع ده.

ښاغلي باقری مسکو ته له روانېدو وړاندې ویلي: "موږ د بندیزونو له ختمېدو وروسته له روسیې سره د وسلو د پیر قراردادونه لرو او په دې سفر کې به د دې ټولو مواردو په اړه له روسي چارواکو سره خبرې وکړو، افغانستان یوه له هغو مسلو ده چې په اړه به یې د دې سفر پرمهال په ځانګړې توګه دواړه لوري یو له بل سره سلا مشورې وکړي" .

پر کابل د طالبانو له ولکې وروسته د داعش ډلې بریدونه زیات شوي دي. روسیه او ایران دواړه افغانستان کې د دې ډلې د فعالیت په اړه ژورې اندېښنې لري.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین تېره اونۍ وویل چې د افغانستان په شمال کې د داعش او نورو ډلو وسله وال ځای پر ځای شوي او هڅه کوي چې روسیې او د منځنۍ آسیا نورو هېوادونو کې د کډوالو په توګه نفوذ وکړي.

د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي هم د افغانستان لپاره د خپل ځانګړي استازي د معرفي پرمهال افغانستان کې د داعش ډلې خطر ته په اشارې ویلي دې هېواد کې وروستي بریدونه ښيي چې د ترهګرۍ خطر څومره پراخ دی.

ده ویلي هېواد یې افغانستان کې د تل پاتې ثبات او امنیت لپاره همکارۍ ته چمتو دی.

ایران هم لکه د نورو هېوادونو په څېر د طالبانو رژیم په رسمیت نه دی پیژندلی، خو پر کابل د طالبانو له واکمنۍ وړاندې د طالبانو پلاوو له ایرانه لیدنې کولې او د ایران د مخکني حکومت چارواکو د طالبانو په دریځ کې د بدلون خبره کوله.