سویزرلنډ کې د ۷۰ کسانو کلی څنګه د میلیونونو ټنو خاورو او شګو له لاندې کېدو وژغورل شو؟

د عکس سرچینه، MICHAEL BUHOLZER/EPA-EFE/REX/SHUTTERSTOCK
د سویزرلنډ په یوه کوچني کلي کې له غره میلیونونه متره مکعب شګې او ډبرې را ښوئیدلې چې ډبرو یې سرکونه بند کړي او وړې شګې د خلکو تر کورونو رسیدلې دي.
د سوېس دا کوچنی کلی برینز وروسته له هغه د مې میاشتې په نیمایي کې خالي شو چې جیولوجیسټانو په نژدې راتلونکې کې د شګو او ډبرو د را ښوئيدو خبرداری ورکړ.
د دغه کلي ټول نفوس ۷۰ تنه دی.
هغه ډبرې او شګې، چې د ښوئيدو وېره یې شته یاد کلي ته نږدې په یوه غونډۍ دي او د معلوماتو له مخې له لسیزو راهیسې په خپل ځای نه دي پاتې شوې.
خو سږ کال دوبی یې بې ځایه کېدل یا ښوئيدل لا چټک شوي وو.
د کلي ډیری اوسیدونکو فکر کاوه، چې دوی به په موقتي توګه خپل کورونه پریږدي، خو د ناڅاپي وتلو امر څخه ناخوښه وو.
له شوي امر څخه څو ورځې مخکې دوی ته خبرداری ورکړل شوی و، چې کیدای شي د دوبي په وروستیو کې دا ډبرې او شګې په کمساري ډول ډېرې وښویږي.
دا کلیوال د مې میاشتې په نهمه غونډې ته وروبلل شول او ورته وویل شول، چې ۴۸ ساعته وخت لرئ او باید کلی پرېږدئ.
څو اوونۍ وروسته ځینو خلکو د کلي په پرېښودو پښيماني وښودله او وې ویل، چې ډبرې په رېښتیا را ونه ښوئیدې.

د عکس سرچینه، MICHAEL BUHOLZER/EPA-EFE/REX/SHUTTERSTOCK
دوی له مسولینو وپوښتل، چې ولې خپلو کورونو ته نه ستنېږي په داسې حال کې چې ډبرې او شګې په کرارۍ او له زیان پرته ښویږي.
خو د تېرې جمعې په شپه ډبرو او شګو خپل ډار ثابت کړ، داسې چې په کمساري بڼه په میلیونه ټنه شګې او خاورې د غونډۍ له سره کښته خوا ته وښیدلې.
اوس هم هره شېبه دا شونې ده، چې دا شګې او خاورې اخوا دېخوا شي.
اټکل کېږي، چې دا شاوخوا ۲ میلیونه متره مکعب شګې او خاورې دي.
دا د کلیوالو لپاره د خوښۍ خبره وه، چې د دوی کورونو ته کوم ښکاره زیان نه دی رسیدلی خو دوی خپلو کورنو ته نه شي ستنېدلی خکه لا هم پورته په غونډۍ یو میلیون متر مکعب شګې او خاورې شته دي.
سیمه ییز چارواکي کریسټین ګارټمن د سویس تلویزیون ته وویل، چې لویې ډبرې یو له بل سره لګېږي او لکه توپ داسې الوځي اودا کولی شي انسانان ټپي کړي او د کورونو ښيښې ماتې کړي چې دا بیا انسانانو ته جدي ګواښ دی.
ځینې خلک په دې اړه هم اندېښمن دي او فکر کوي چې ایا دا حالت خو به د اقلیمي بدلون له کبله نه وي؟
په همدې مهال جیولوجستانو خبرداری ورکړی، چې د اقلیم د بدلون له امله په غرنیو سیمو کې د لا زیاتو ډبرو د ښویېدو او بې ځایه کیدو خطر شته.
دمګړۍ د دې کلي اوسیدونکي خپلو کورونو ته د ورګرځېدو په تمه دي.





















