تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
کرېکټ؛ د امریکا شل اوریزو سیالیو اتلولي د راشد خان لوبډلې وګټله
د امریکا شل اوریزو سیالیو مېجر لیګ لومړي پړاو سیالیو اتلولي د راشد خان لوبډلې ممبۍ اینډینز نیویارک لوبډلې وګټله.
د نیکولاس پوران چټکه سلیزه په دغې ګټې کې د پام وړ وه. پوران په ۵۵ توپونو ۱۳۷ ناسوځېدلې منډې وکړې، چې ۱۳ پکې شپږېزې او ۱۰ څلوریزې وې.
سیالې سیټل اورکاس لوبډلې په ټاکل شویو شل اورونو کې د نهو لوبغاړو په له لاسه ورکولو سره ۱۸۳ منډې هدف ټاکلی و، چې د ممبۍ انډینیز نیویارک لوبډلې په شپاړسم اوور کې پوره کړ.
یاد لوبډلې پایلوبه په اوو وېکټو وګټله، په داسې حال کې چې ۲۴ توپونو یې لا هم پاتې وو.
په توپ اچونه کې افغان لوبغاړی راشد خان ښه وځلېد. راشد خان په څلورو اورونو کې یوازې نهه منډې ورکړې او درې لوبغاړي یې وسوځول. راشد خان وړاندې تر دې په نورو لوبو کې هم ښه ځلېدلی و.
مېجر کرېکټ لیګ په امریکا کې یو مسلکي شل اوریز کرېکټ لیګ دی، چې د امریکن کرېکټ شرکتونو لخوا پرمخ وړل کېږي.
په دغو سوداګریزو سیالیو کې د زیاتره لوبډلو خاوند په خټه هندي وګړي دي.
د دغه لیګ لومړی پړاو سیالۍ د روان ۲۰۲۳ کال د جولای په ۱۳ پیل او د همدې میاشتې تر ۳۰ نیټې یې دوام وکړ.
شپږ لوبډلې پکې وې چې د نړۍ مشهور لوبغاړي وربلل شوي وو.
د هرې لوبې لیدلو ته یې زرګونه کسان ورتلل، چې ګڼ شمېر پکې افغانان هم وو.
تر څو ځله پاتې راتلو وروسته، باالاخره داسې ښکاري چې کرېکټ په امریکا کې هم خپل ځای موندلی او لومړی پړاو شل اوریزې سیالۍ پکې ترسره شوې.
چې د سویلي اسیا مینه والو سربېره یې امریکایي سپورت مینه وال هم دغه ټورنمنټ ته ورجلب کړي وو.