د امریکا استخباراتي خبرداری: د امریکایانو د وژلو لپاره د ایران پلانونه 'پرمختللو پړاوونو' ته رسېدلي

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images
په یوه تازه استخباراتي یادداشت کې چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ته استول شوی، راغلي چې د دغه هېواد د استخباراتي ادارو د ارزونې له مخې، "ایران په منځني ختیځ او د نړۍ په نورو برخو کې د امریکايي ډیپلوماټانو او چارواکو د په نښه کولو هڅې د پام وړ زیاتې کړې دي او د مرګونو بریدونو پلانونه پرمختللو پړاوونو ته رسېدلي دي. "
دغه یادداشت د اکتوبر پر ۲۳مه د امریکا د ملي استخباراتو رییس جي کلیټن، د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ته استولی دی. خبري وېبپاڼې اکسیوس دغه یادداشت ترلاسه کړی دی.
په یادداشت کې خبرداری ورکړل شوی چې د ایران د ادعا شویو پلانونو په اړه استخباراتي معلومات باید د امریکا د حکومت د لا ډېرو کارکوونکو په واک کې ورکړل شي؛ په ځانګړي ډول هغو کسانو ته چې ښايي له خطر سره مخ وي، خو اوس مهال دغو محرمو معلوماتو ته لاسرسی نه لري.
په دغه یوه مخیز یادداشت کې د هغو کسانو نومونه نه دي یاد شوي چې ګواکې له ګواښ سره مخ دي. همدارنګه، له منځني ختیځ څخه بهر کوم ځانګړي هېوادونه او یا د ادعا شویو پلانونو جزئیات هم نه دي په ډاګه شوي.
د اکسیوس د راپور له مخې، امریکايي چارواکي وايي دغه استخباراتي معلومات یو له هغو لاملونو دي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یې د منځني ختیځ په څو هېوادونو کې د خپلو سفارتونو د کارکوونکو د شمېر کمولو پرېکړې ته اړ کړی دی.

د عکس سرچینه، U.S. Department of State / Axios
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ په متحده عربي اماراتو، لبنان، قطر او اردن کې د خپلو سفارتونو د ډیپلوماټیکو او دولتي کارکوونکو شمېر راکم کړ.
تر دې وړاندې، په ریاض کې د امریکا سفارت او په جده او ظهران ښارونو کې د دغه هېواد د قونسلګریو د کارکوونکو کورنیو او غیرضروري کارکوونکو ته هم امر شوی و چې سعودي عربستان پرېږدي.
یوه امریکايي چارواکي اکسیوس ته ویلي چې د یمن د حوثیانو له خوا د احتمالي بریدونو په اړه اندېښنې او پر امریکایانو د بریدونو لپاره ایران ته منسوب شوي پلانونه په سیمه کې د امریکا د دولتي کارکوونکو د حضور د کمولو لامل شوي دي.




















