BBC News, پښتو - کور پاڼه

مهم خبرونه

  • ولسمشر زرداري د لومړي وزیر شهباز شریف په مشوره په صوبه کې ایمرجنسي نافذه کړې.

    په خیبر پښتونخوا کې د بېړني حالت اعلان؛ 'اعلیٰ وزیر او صوبايي وزیران باید سملاسي خپلې دندې پرېږدي'

    د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري د لومړي وزير د سلا پر بنسټ په خيبر پښتونخوا کې بېړنی حالت او د والي واکمني یا ګورنر راج نافذ کړي. د پاکستان فدرالي حکومت د اساسي قانون د ۲۳۲مې مادې له مخې د ولسمشر له لوري د بېړني حالت (ایمرجنسي) د نافذېدو رسمي 'ګزټ خبرتیا په افغانستان کې ورته رسمي جریده ویل کېږي' خپره کړې ده. په خبرتیا کې ویل شوي چې د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري د اساسي قانون د ۲۳۲(۱) او ۲۳۴(۱) مادو له مخې په خیبر پښتونخوا کې بېړنی حالت نافذ کړی دی.

  • پر ریاض هوایي ډګر برید

    پر ریاض هوايي ډګر د حوثیانو برید ته د نړیوالو غبرګون

    د یمن حوثيانو وسله والې ډلې ټولو هوايي شرکتونو ته نوی خبرداری ورکړی چې د سعودي عرب هوايي ډګرونه ونه کاروي. د دغې ډلې پوځي ویاند یحیی سریع په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې د سعودي عرب د هوايي ډګرونو او فضايي حریم د کارولو په هکله خپل پخوانی خبرداری بیا تکراروي. د نوموړي په وینا، دا ځکه چې یاد هوايي ډګرونه او فضايي حریم "زموږ د ځواکونو د عملیاتو احتمالي هدفونه او ساحې" ګڼل کېږي. یحیی سریع ویلي چې د مکې مکرمې او مدینې منورې سیمې له دې خبرداري مستثنا دي.

  • ریچارډ

    ریچارډ بېنیټ: د جرمونو نړیواله محکمه دې له پاکستان سره حساب وکړي

    افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي رپوټ ورکوونکي ریچارډ بېنیټ وايي، پاکستان د ولسي افغانانو په نښه کولو سره "جنګي جرمونه کړي" چې له امله یې باید ورسره حساب وشي." ښاغلی بېنیټ چې د دندې موده یې یو کال نوره هم غځېدلې له بي بي سي سره په خبرو کې وویل " یوناما وايي، وژل شویو کسانو کې ډېر ملکي وګړي دي او ډېر یې ښځې او ماشومان دي. دا ډېره جدي موضوع ده چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د جګړې اغېز، لکه د تل په څېر، پر هغو کسانو دی چې ټولنه کې تر ټولو زیات له پامه غورځول شوي او محرومه دي."

  • د افغانستان لوبغاړي

    د افغانستان او بنګله دېش ټېسټ لوبې درېيمې ورځې پای؛ بنګالي لوبغاړو توپوهنه وکړه

    د افغانستان او بنګله دېش ترمنځ د يوازينۍ ټېسټ لوبې په درېيمه ورځ بنګالي لوبغاړو توپوهنه وکړه او د شپږو لوبغاړو په سوځېدو یې د ورځې تر پايه ۲۲۳ منډې جوړې کړې.

  • اعلی وزیر سهیل اپریدی

    پاکستان کې د تحریک انصاف لاریون، زیاتېدونکی کړکېچ او د سیاسي حل هڅې

    په پاکستان کې د پخواني لومړي وزیر عمران خان ملاتړو پر اوومه ورځ هم خپل احتجاج (لانګ مارچ) ته دوام ورکړی. د خیبر پښتونخوا د اعلی وزیر سهیل اپریدي په مشرۍ د لاریون کاروان نن له چارسدې تر روانېدو وروسته شپه مردان ته رسولې ده. د تحریک انصاف لاریون داسې حال کې دوام موندلی، چې د پاکستان د اطلاعاتو وفاقي وزیر عطا تارړ دغه ګوند د پاکستاني طالبانو تحریک (ټي‌ټي‌پي) "بي‌ ټیم" بللی او ادعا یې کړې چې ګوندې دغه ګوند ترهګر د خیبر پښتونخوا په استوګنیزو سیمو کې ځای پر ځای کړل.

  • افغانستان

    ملګري ملتونه: تېر درې کاله په افغانستان کې له ۱۴۰۰ ډېر ماشومان وژل شوي یا ټپیان شوي دي

    د ملګرو ملتونو په یوه تازه راپور کې ویل شوي، چې د ۲۰۲۳ کال له جنورۍ د ۲۰۲۵ کال تر ډسمبر پورې، په افغانستان کې ۱۴۱۵ ماشومان وژل شوي یا ټپیان شوي دي. راپور د ماشومانو لپاره بشري مرستو ته د لاسرسي د مخنیوي د پېښو د پام وړ زیاتوالی، په پوځي لیکو کې د ماشومانو جذب او د زرګونو ماشومانو له زدکړو محرومېدل هم په ګوته کوي.

  • په تېرو څو کلونو کې، موږ د دوو پام وړ پرمختګونو شاهدان یو. لومړی دا چې پر وجود روغ خلک، یا هغه کسان چې پر ناروغۍ اخته نه دي، د ورځې په اوږدو کې د وینې د شکر اندازه کولو وسایل له ځان سره ګرځوي.

    د وينې د شکر لوړېدل "تل بد خبر نه وي"

    په تېرو څو کلونو کې، موږ د دوو پام وړ پرمختګونو شاهدان یو. لومړی دا چې پر وجود روغ خلک، یا هغه کسان چې پر ناروغۍ اخته نه دي، د ورځې په اوږدو کې د وینې د شکر اندازه کولو وسایل له ځان سره ګرځوي.

  • Aramco

    پر ارامکو د حوثیانو بریدونه؛ سعودي ته دا شرکت څومره مهم دی؟

    پر ارامکو د حوثیانو بریدونه؛ سعودي ته دا شرکت څومره مهم دی؟

  • YEMEN

    عربستان: پر یمن د بریدونو موخه د حوثیانو د بالستیک توغندیو د وړتیا کمزوري کول دي

    د سعودي عربستان پوځ وايي، په څو هوايي بریدونو کې یې په یمن کې د حوثیانو مورچې په نښه کړې دي. د پوځ په وینا، د دغو عملیاتو موخه د ایران له ملاتړه برخمنو حوثیانو د بالستیک توغندیو د وړتیا کمزوري کول دي.

لنډې ویډیوګانې پریږدئ او دوام ورکړئ

لنډې ویډیوګانې

  • ګورنر راج
  • د ریاض پر نړیوال هوايي ډګر برید
  • د تایلنډ ملکه جټ الوځوي
  • جاپان
  • خبریال کامرې ته ګوري او څنګ ته یې د نضال حسن عکس دی.
  • نقاشي تشرېح کېږي
  • زیب النسا
  • خبریال کامرې ته ګوري او شا ته یې د نانا پاټېکر عکسونه پر یوه سپينه تخته لګېدلي دي.
  • Drones
  • ډرونونه

بي بي سي پښتو اوس پر وټساپ هم شته

په خپل ګرځنډه ټیلیفون کې د بي بي سي پښتو تازه خبرونه، څېړنیز رپوټونه او د افغانستان، پاکستان او نورې نړۍ په اړه ځانګړې معلوماتي لیکنې لوستلی شئ.

ځانګړي مطالب

افغانستان لپاره د بي‌بي‌سي ټلوېزیوني خپرونې

بي‌بي‌سي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .

د ټرمپ د ولسمشرۍ دویمه دوره

غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟

د وېب‌سایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.

تازه خبرونه واورئ

  • راتلونکې برخه واورئ , غرمني خبرونه, ۰۹:۳۰, ۱۲ اکتوبر ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده

    د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه

  • واورئ, خبرهای نیمه روز, ۱۳:۰۰, ۱۱ اکتوبر ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده

    تازه ترین اخبار از افغانستان، منطقه و جهان

  • راديويي څپې

    نړۍ دا وخت

    د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

    تر ټولو ډېر لوستل شوي