کابل کې د هدیرې یو چای پلورونکی

    • Author, کبرا اکبري
    • دنده, عکاسه
  • د خپرېدو وخت

۲۱ کلن افغان زلمی احمد د کابل ښار د غرونو پر لمنو د سخي زیارت ترڅنګ په هدیره کې پر چای پلورلو بوخت دی. نوموړی په هدیره کې شپه او ورځ یوازې له خپلې غرفې سره تېروي. احمد د لږ عاید او د موټر کرایې د نشتوالي له کبله، نه شي کولی هر شپه له کار وروسته کور ته ولاړ شي، ځکه نو میاشت کې یوازې یو ځل کور ته ځي او خپل نور وخت په دغه کوچنۍ غرفه کې تېروي. دی وايي په کوچنیوالي کې یې له جګړو پاتې اوسپنې د پېرلو لپاره ټولولې.

احمد، چای پلورونکی.
د عکس تشریح، احمد، چای پلورونکی.

کابل کې ورځ تر بلې ګوزاره سختېږي. بیو ته په پام سره د خلکو اقتصاد او عاید ډېر کم دی. احمد خپل عاید هغه خلکو ته د چای پلورولو له لارې لاسته راوړي چې د تفریح او زیارت لپاره دغه ځای ته راځي. هغه د یو چاینک چایو په بدل کې ۱۰ افغانۍ لاسته راوړي.

احمد وايي ورځنی عاید یې شاوخوا ۸۰ تر ۱۲۰ افغانیو وي او دا چې عاید یې له هوا سره تړلی دی ځکه په اوړي کې لږ او په نورو فصلونو کې نسبتا ډېر وي. هغه کله کله د خپل عاید یوه برخه خپلې زړې مور ته چې له ورونو سره یې په کابل کې اوسېږي، ورلېږي او پاتې برخه یې د خپلو خوړو او کار لپاره لګوي.

هغه باید له یوه لرې ځایه اوبه راوړي.
د عکس تشریح، هغه باید له یوه لرې ځایه اوبه راوړي.

د افغانستان په څېر په یوه دودیز هېواد کې چې کورنۍ په کې په عمومي ډول یوځای اوسېږي، احمد د یوه کمزوري اقتصاد او لږ عاید له کبله اړ دی چې یوازې او د کورنۍ له غړو لرې د هدیرې تر څنګ په دغه کوچنۍ غرفه کې ژوند تېر کړي.

د احمد د مور کور.
د عکس تشریح، د احمد د مور کور.

د دریو لسیزو جګړو د افغانستان خلکو اقتصادي بنسټونو ته سخت تاوان رسولی دی.

د افغان کارپوهانو په اند بېکاري، جګړې، وچکالي، د تعلیم نشتوالی او د وګړو د شمېر د کنترولولو د کلتور نشتوالی په دغه هېواد کې د پراخې بې وزلۍ اصلي لاملونه دي.