د وسپنیزو ځوانانو فدراسیون په هرات کې بیا پرانیستل شو

حبیبي
د عکس تشریح، عبدالله حبیبي د وسپنیزو ځوانانو فدراسیون بنسګټر دی او په ټول افغانستان کې د دې لوبې دودول غواړي.
د خپرېدو وخت

د وسپنیزو یا ځواکمنو ځوانانو فدراسیون له پنځه کاله ځنډ وروسته یو ځل بیا نن ( د سې شنبې په ورځ) په هرات کې پرانیستل شو.

دغه فدارسیون لس کاله مخکې په هرات کی پرانیستل شوی و، خو د هغه څه له امله چې د اسانتیاو تشه یادېږي له پنځو کلنو راهیسې یې فعالیت په ټپه دریدلی و.

په افغانستان کې د دغه فدارسیون بنسټګر عبدالله حبیبی وایي، د هرات د سپورت نوي امر هڅولی چې دا فدراسیون بیا پرانیځي:"اوس د سپورتي چارو په مسوولانو پورې اړه لري، چې موږ ته څومره اسانتیاوې برابروي، ترڅو موږ دا سپورت نور هم پراخ کړو"

د وسپنیزو یا ځواکمنو کسانو په ډله کې معمولا هغه کسان منل کېږي چې غښتلی بدني ځواک او د ډیرو درنو شیانو د اوچتولو توان لري.

فدراسیون
د عکس تشریح، د وسپنیزو ځوانانو فدراسیون هر هغه څوک په خپل غړیتوب مني چې ډېر بدني ځواک لري.

په افغانستان کې د دغه فدارسیون بنسټګر عبدالله حبیبی وایي، په کلیو او لرې پرتو سیمو کې ډیر ځواکمن خلک شته چې څوک یې نه پیژني او په وینا یې، دا خلک باید د سپورت برخې ته ور ګډ کړل شي او له هغه وروسته په بهرنیو لوبو او سیالیو کې د ګډون چانس ورکړل شي.

ښاغلی حبیبي وايي، د همدې موخې لپاره به په مختلفو ولایتونو کې د وسپنیزو ځوانانو سیالۍ او نندارې جوړې کړې، چې په دې ډول د اوسپنیزو ځوانان سپورت وده وکړي.

هغه دا هم وايي، چې د وسپنیزو ځوانانو فدراسیون کې هر هغه چا ته غړیتوب ورکوي چې ډېر بدني ځواک لري.

عبدالله حبیبي، له دې مخکې په ایران کې د وسپنیزو ځوانانو لوبو کې ګډون کړی او ځلېدلی دی.

د ایران د وسپنیزو ځوانانو لوبډله نړیوال نوم لري.

وسپنیز ځوانان
د عکس تشریح، حبیبي وايي، په کلیو بانډو کې ډېر وسپنیز ځوانان شته خو له خپل زور خبر نه دي.

په هرات کې سپورت

په هرات کې د سپورت برخې چارواکي وايي، په دغه ولایت کې ۵۰ زره کسان د ورزش په نږدې ۳۰ ډول ډول لوبو کې بوخت دي.

د معلوماتو له مخې په دې پنځوسو زرو لوبغاړو کې تر ۶۰۰ پورې نجونې دي، چې مختلفې لوبې کوي.

هرات له پلازمېنې کابل وروسته داسې ولایت بلل کېږي چې ځوانان یې په مختلفو برخو کې په لوبو بوخت دي.

په دغه ولایت کې په دې وروستیو کې د کرکټ په ګډون بډمینټن، لامبو، باسیکل ځغلونې او نورو برخو کې هم لوبې پیل شوې دي.

لوبې
د عکس تشریح، په هرات کې تر ۳۰ پورې ډول ډول لوبې کېږي.