کرېکټ: زمبامبوی الف سره لوبه کې د افغانستان څلورمه پرلپسې بریا

د عکس سرچینه، ACB
- Author, خوشحال تایب
- دنده, بي بي سي
- د خپرېدو وخت
د افغانستان کرېکټ پرمختايي لوبډلې د زمبابوی لوبډلې ته څلورمه پرله پسې ماتې ورکړه.
افغان پرمختیايي لوبډلې تر دې دمه خپله ښه وړتیا ښوولې او د زمبابوی الف لوبډله چې د ملي لوبډلې لوبغاړي یې هم په کې لوبېږي بریا ته نه ده پرې ایښې.
افغان لوبډلمشر شفیق الله شفق پچه یا ټاس وګاټه او سیالې ډلې ته یې د منډو جوړولو بلنه ورکړه. د زمبابوی لوبډلې نن نسبتاً ښه لوبه وکړه او د ټولو ۵۰ اورونو په لوبولو او د اتو لوبغاړو په سوځېدو سره یې ۲۱۲ منډې جوړې کړې.
د افغانستان له لوري نواز خان پنځه او محمد ابراهیم دوه سیال لوبغاړي وسوځول.
د زمبابوی الف لوبډلې له لوري موتوبودزي ښه لوبه وکړه او ۶۲ منډې یې جوړې کړې.
د افغان لوبډلې پیل ښه نه وو او خپله لومړۍ ویکټه یې په لومړي اوور کې له لاسه ورکړه، خو وروسته د نورالحق او وحیدالله شفق ملګرتیا، د افغانستان پرمختیايي لوبډلې له بریا سره ډېره مرسته وکړه.
نورالحق په ۴۷ منډو وسوځېد، خو وحیدالله شفق د لوبې تر پایه د ۵۱ منډو په جوړولو سره ناسوځېدلی پاتې شو.
افغان پرمختیايي لوبډله به خپله بله او وروستۍ لوبه د یکشنبې په ورځ د زبمابوی له الف لوبډلې سره ترسره کړي.
شاوخوا دوې اونۍ وروسته به د افغانستان ملي لوبډله هم د زمبابوی لوبډلې سره د سیالیو په موخه حراري ته لاړه شي.




















