لوېدیزه غاړه کې په وسله‌وال برید کې د ۵ اسرائيلي سرتېرو مرګژوبله

د ویډیو تشریح، لوېدیزه غاړه کې په وسله‌وال برید کې د ۵ اسرائيلي سرتېرو مرګژوبله
لوېدیزه غاړه کې په وسله‌وال برید کې د ۵ اسرائيلي سرتېرو مرګژوبله
د خپرېدو وخت

د فلسطین د اشغال شوې لوېدیزې غاړې په الخلیل ښار کې په یوه وسله‌وال برید کې دوه اسرائیلي سرتېري وژل شوي او درې نور ټپیان دي.

د اسرائيل پوځ ویلي، دوه مشکوک فلسطیني بریدګر یې هم وژلي دي.

د اسرائیل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو تر دې پېښې وروسته ویلي، پوځ ته یې امر کړی چې په ټوله لویدیزه غاړه کې پر تګ راتګ د بندیز لګولو ته چمتووالی ونیسي.

هغه زیاته کړې چې په ځانګړې توګه د الخلیل ښار هغه سیمه به کلابنده او ټول کورونه پکې وپلټل شي، چې دغه وسله‌وال تر راغلي دي.

دا پېښه داسې حال کې شوې، چې په اسرائیل کې ټولټاکنو ته چمتووالی روان دی.

نتنیاهو او د هغه دفاع وزیر د الخلیل (حېبرون) عملیات په ۲۰۲۵ کال کې د فلسطیني کډوالو د پنډغالو د نړولو له عملیاتو سره پرتله کړي، چې پایله کې یې لسګونو زره کسان بې ځایه شوي وو.

هغه مهال د بشري حقونو د څار سازمان ویلي وو چې دغه پراخې جبري ایستنې د جنګي جرمونو او د بشریت ضد جرمونو مصداق ګڼل کېدای شي.