تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
او لندن پرانیستی و
- Author, نورمحمد سعید
- دنده, بي بي سي لندن
- د خپرېدو وخت
د بریتانیا پلازمېنه لندن کې د نوي کال مراسم د ښار مرکزي برخه کې د اورلوبو له نندارې سره پیل شوو.
له ځايي مهال سره سم نیمه شپه ټیک ۱۲ بجې د 'بیګ بینګ ساعت له کړنګېدو سره د ټیمز سیند پر غاړه د نژدې دوه میلیونو نندارچیانو پر وړاندې د اورلوبې ۱۲۰۰۰ رنګینې سپرغۍ د لندن پر اسمان تر ۱۲ دقیقو پورې وځلېدې.
دې سره د هغو نندارچیانو منځ کې، چې د ښار، هېواد، بلکې د نړۍ له بېلو برخو راغلي وو، د خوښۍ شور او زوږ اورېدل کېده.
که څه هم د اورلوبو ننداره تر یوه ځایه محدوده وه، خو د ښار مرکزي برخې نژدې ټولې کوڅې او مهمې ودانۍ په برېښنايي څراغونو ښکلې شوې وې.
د ښار په بېلو برخو کې د موسیقۍ کنسرتونه وو او د ښار مرکزي برخې نژدې ټولې لارې، کوڅې د ګاډو پر مخ تړلې وې، البته پلي خلک په کې ګرځېدل او سره له دې، چې د ښار هوا درجه ایله اته وه، د بېلو توکمونو، رنګونو او ژبو خلک لیدل کېدل، چې مېله ځای ته راوان وو.
د جرمني په برلین ښار کې د نوي کال له راتګه لږ مخکې له لارۍ برید وروسته د نژدې ټولې اروپا په څېر لندن کې هم کلک امنیتي تدبیرونه نیول شوي وو.
نژدې درې زره وسله وال پولیس د اور لوبې نندارې په ځای کې او دغه راز په شاوخوا لارو کوڅو کې لیدل کېدل، چې پلي او پر اسونو یې ګزمه کوله، خو دې سره هم د نندارچیانو په منځ کې کومه وېره نه لیدل کېده.
لندن ښاروال د سږ کال مراسمو لپاره د 'لندن پرانیستی دی ' له عنوان سره د عمل ډګر کې و.
نوموړي له مراسمو مخکې وویل، لندنیان غواړي نړۍ ته داسې پیغام ورکړي، چې په ځانګړې توګه له اروپايي اتحادیې نه د بریتانیا له وتلو وروسته هم لندن د ټولو لپاره پرانیستی دی.
که څه هم د اور لوبو نندارې لپاره د ټکټ شرط ایښی و او ټول سل زره ټکټونه پلورل شوي وو، خو د مراسمو په سیمه کې ټولې لارې کوڅې له نندارچیانو ډکې وې او داسې معلومیده، لندنیانو غوښتل د خپل ښاروال خبره کره ثابته کړې، چې لندن عملاً پرانیستی دی.