تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د ګیمبیا نوی مشر له هېواده بهر لوړه کړې
هغه سړی، چې د ګیمبیا ناندریزو ټاکنو کې یې بریا تر لاسه کړې، ګاونډي سینیګال کې یې د خپل هېواد سفارت کې د نوي ولسمشر په توګه لوړه وکړه.
اداما بارو دغه راز له ولسه غوښتي و، چې دغو مراسمو کې ګډون وکړي.
شپې مهال ناوخته د سیمې مشرانو هغه هڅې، چې د ولسمشر په توګه یې د ولسمشر یحیی جامع د استعفا لپاره کولې، شپې مهال ناوخته ناکامې شوې.
دوی خبرداری ورکړی، چې کولای شي په زور نوموړی له واکه ګوښه کړي.
۵۱ کلن جامع تېره میاشت ټاکنې بایلودې، خو غواړي د ټاکنو بهیر کې شویو تېروتنو له کبله دغه بهیر لغو شي.
ښاغلي بارو، چې دی هم ۵۱ کلن دی د پنجشنبې پر ورځ پر ټولنیزو رسنیو دغه اعلان خپور کړ. په اعلان کې ویل شوي و، چې نوموړی به له ځایي مهال سره سم نن په ۴ بجې لوړه وکړي.
بل لور ته د لوېدېځي افریقا ځواکونه د واک لېږد لپاره پر پوله چمتو ولاړ دي.
د ګیمبیا ټاکنو کمېسیون له دې مخکې ویلي، په ټاکنو کې کاروول شویو یو شمېر لومړنیو رایو ځینې ستونزې درلودې، خو په وینا یې دا داسې څه نه دي، چې د ښاغلي باروو پر کامیابي به اغېز وکړي.
بل لور ته د نوموړي هغه قانوني غوښتنه، چې ګواکې کاروول شوې رایې دې لغو شي، د سترې محکمې له لوري د قاضیانو نشتون له کبله تر مې میاشتې پورې نه شي څېړل کېدای.
له هغه وروسته د دغه هېواد پارلمان د نوموړي دوره د ۹۰ ورځو لپاره وغځوله او په هېواد کې یې د دریو میاشتو لپاره بېړنیز حالت اعلان کړ.
په واک کې د ښاغلي جامع پاتې کېدو سره به نوموړی په ګیمبیا کې د هغه د واکمنۍ پر مهال د ځورونو تورونو له کبله له محاکمه کېدو هم وژغورل شي.