تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د عکسونو البوم: د یوګي درا مارنیونه
یوګي درا، د هند اوتار پردیش ایالت پاغپور ولسوالۍ ته څېرمه یوه لرغونې سیمه ده چې د ایلیاتي ساپرا په نامه یوه قبیله پکې اوسېږي.
ددغې قبیلې ډېری نارینه - چې لا یې هم خپل ایلیاتي ژوند نه دی هېر کړی - د مارانو په نیولو کې مهارت لري.
ګڼ ماشومان له خپلو پلرونو سره کار کوي چې د مار نیولو چلونه ترې زده کړي.
خو په وروستیو لسیزو کې، د اوتار پردیش ایالت په خلکو کې دغه زوړ دود کم شوی دی.
مارنیوونکي به پخوا د کليوالو د ساتېري تر ټولو بریالي کسان وو.
د ساپرا مارنیوونکو د برخلیک په اړه د سیمه ییزو چارواکو مبارزې دوی ته ډېر زیان اړولی دی.
ددغه کار کم عاید هم ددې لامل شو چې ځوانان - له خپلو پلرونو سره له ملتیا لاس واخلي - او د بل کاروبار موندلو لپاره لویو ښارونو ته وخوځېږي.