تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
'' د افغانستان په تړاو پالیسۍ په اړه باید پوښتنې ځواب شي''
امریکايۍ ورځپاڼې نیویارک ټایمز افغانستان ته د نورو ځواکونو د استولو په اړه یوه مطلب کې وايي چې امریکايي چارواکو ته په کارده چې په تفصیل دې پوښتنې ته ځواب وواي، چې نوې ستراتیژي به څنګه په افغانستان کې بریالۍ شي.
ورځپاڼه وايي د مخکیني ولسمشر بارک اوباما د واکمنۍ پرمهال افغانستان ته تر ۱۰۰ زرو پورې ځواکونه واستول شول، خو اوس پوښتنه داده چې دا لږ شمېر ځواکونه به په څه ډول اغېرمن ثابت شي او وسله والو طالبانو او نورو سخت دریځو ډلو ته ماتې ورکړي.
ورځپاڼې د امریکا د دفاع وزیر جیمز مټیس هغې خبرې ته هم اشاره کړې چې ویلي یې دي د راتلونکې چارشنبې په ورځ به کانګرېس ته د نورو ځواکونو د استولو په اړه معلومات ورکړي.
ورځپاڼې دامریکایي چارواکو له قوله ویلي چې دغه ځواکونه چې د ملاتړو رول به ولري د جګړې په ډګر کې به افغان ځواکونو سره مرسته کوي، دهغوی روزنه به کوي او په تېره د افغان ځانګړو ځواکونو د روزنې بهیر به یې په ورتګ سره چټک شي.
ټایمز اف انډیا ورځپاڼه لیکي چې د امریکا د کانګریس د پرېکړې له مخې له پاکستان سره به د ۲۲۵ میلیونه ډالرو مرسته تر هغه ځنډول کېږي چې دغه هېواد د ورځپاڼې په وینا د ترهګرو ډلو پر وړاندې کوټلي ګامونه پورته کړي.
ورځپاڼه د افغانستان په قضیه کې هند د پراخ رول ورکولو په اړه لیکي چې په پاکستان کې فکر کېږي چې دغه ګام د پاکستان د موجودیت پرضد یو ګواښ دی او ځینې دغې مسالې ته د کشمیر قضیې پورې تړاو ورکوي، خو ورځپاڼه وايي، د هند او افغانستان اړیکې له هغه وخت راهیسې دوام لري چې پاکستان لا نه و منځ ته راغلی. ورځپاڼه وايي امریکا اوس د پاکستان ورانوونکی رول درک کړی.
پاکستانۍ ورځپاڼې ډان بیا په پاکستان کې د امریکا د سفیر ډیویډ هیل هغه خبرې را اخستې چې وايي هېواد یې په افغانستان کې دناکامۍ پړه پر پاکستان نه اچوي. ورځپاڼه زیاتوي ښاغلي هیل د پاکستان د ملي امنیت سلاکار ناصرخان جنجوعه ته ویلي چې دا سمه نه ده چې ویل کېږي امریکا یواځې له پوځي لارې دافغانستان د مسالې هوارول غواړي. ده ویلي پوځي لاره د افغانستان او سیمې لپاره د امریکا د ستراتیژۍ یوه برخه ده.
بریتانوۍ ډیلي ټیلیګراف وايي د اروپايي هېوادونو په ډله کې تر ټولو ډیر متعصب کسان په بریتانیا کې دي. ورځپاڼې د اروپايي ټولنې د ترهګرو سره د مبارزې د مشر هغه خبره را اخیستې چې ویلي یې په بریتانیا کې د ده په وینا د اسلام پالو متعصبو شمېر ۳۵ زره کسانو ته رسېږي. ګیلیس ډي کرچوف ویلي له دې ډلې درې زره یې د بریتانیا د کورنۍ امنیت اداري ایم آی ۵ ته د اندیښنې وړ دي چې پنځه یې تر تعقیب لاندې دي.
هندۍ ورځپاڼې هندوستان ټایمز په خپله سرمقاله کې د دغه هېواد د ملي پوځ په لیکو کې د اصلاحاتو هرکلی کړی او زیاتوي هغه سپما چې د شمېر د کمې له درکه کېږي، هغه به د وسلو، الوتکو او بیړیو په رانیولو ولګول شي، هغه څه چې د ورځپاڼې په وینا د هندي ځواکونو تر ټولو مهمې اړتیاوې دي.
ورځپاڼه دا مني چې د هند ملي پوځ په لیکو کې سمونونه رامنځته کول د ځینو حساسیتونو له امله تر ټولو سخت وي، خو وايي حکومت به د ملي ګټو په پام کې نیولو سره د پوځ په لیکو کې سمونونه د ټاکل شوې کمیټې د سپارښتونو له مخې راولي.