د سېکس پاڼو له کتونکو باج اخیستونکی ونیول شو

زین قیصر
د عکس تشریح، په یوه قیمار خانه کې د قیصر اخیستل شوی تصویر
د خپرېدو وخت

هغه محصل په څه باندې شپږ کاله زندان سزا محکوم شوی چې د بربنډو فلمونو له لیدونکو یې د انټرنېټي بریدونو له لارې باج اخیست. د لندن دغه ۲۴ کلن اوسېدونکی محصل زین قیصر نومېږي او ویل کېږي د نړۍ لر او بر کې یې د دغسې وېبپاڼو لیدونکي په خپل جال کې نښلول.

چارواکو له نوموړي هغه ۷۰۰ زره پاونډ موندلي دي، خو ویل کېږي دې کس ښايي له دې هم ډېرې پېسې له خلکو تروړلې وي، چې ممکن څلورو میلیونو پاونډو ته رسېږي.

برتانوي چارواکي وايي، دا د هېواد په تاریخ کې د انټرنېټي جرمونو تر ټولو لویه پېښه ده، چې عامل ته یې سزا ورکول کېږي.

زین قیصر لومړی ځل پنځه کاله مخکې نیول شوی و، خو قضیه د پېچلتیا او د هغه ذهني ناورغۍ له کبله ځنډول شوې وه. ویل کېږي نوموړي په خپل کور کې د خوب له خونې د یوه کوچني سوفټویر یا پوست کالي له لارې د تاوان اخیستو لپاره دغسې بریدونه هغه مهال پیل کړي وو، چې دی ایله ۱۷ کلن و.

زین قیصر
د عکس تشریح، چارواکو له زین قیصر سره ۷۰۰ زره پاونډ موندلي دي، خو ویل کېږي شبکې ښايي له دې هم ډېرې پېسې له خلکو تروړلې وي

په دغسې پېښو کې انټرنيټي بریدګر د نړۍ لر او بر کې د یو څه وخت لپاره د خلکو شخصي کمپیوټرونو واک تر لاسه کوي او د پېسو له تر لاسه کولو وروسته یې بېرته څښتن ته کنټرول سپاري.

قیصر د دغو بریدونو لړ کې له مشهورو روسي هېکرانو سره د ګټې وېش مقابل کې مرسته او غوښتې وه او بیا یې د خپلو بریدونو بریالیتوب په صورت کې د چنیايي او امریکايي مجرمانو له لارې د پېسو لېږد جعلي اړیکي هم ټینګ کړي وو.

په یوه انټرنېټ کېفې کې د زین قیصر اخیستل شوی تصویر
د عکس تشریح، په یوه انټرنېټ کېفې کې د زین قیصر اخیستل شوی تصویر

قیصر د بربنډو فلمونو وېبپاڼو له لارې سوداګریز اعلانونه خپرول او کله چې د پاڼې کتونکو پر دغو اعلانونو کلیک کاوه، په بې عصري انټي ویروسو کمپیوټرو کې سوفټ ویر پخپله ډاونلډ کېده، یا د کمپیوټر کنټرول د قیصر ګوتو ته ورته او یا هم په یوه پیغام کې چې په جعلي توګه د ایف بي ای په څېر د امنیتي ادارو لخوا لیکل کېده، استعمالونکو ته ویل کېدل چې جرم مو تر سره کړی او که سل یا دوه سوه پاونډه جریمه ور نه کړئ، کیدای شي تر دریو کلونو پورې زنداني شې.

چارواکي وايي، د نامناسبو انټرنېټي پاڼو د کتلو رسوايۍ له ډاره ډېرو کسانو نوموړي ته په پټه خوله پېسې ورکړې دي او چارواکو ته یې شکایت نه دی کړی.

د قیصر کنټرول پېنل ښيي چې د تاوان غوښتنې پیغام یې یوازې په یوه میاشت کې ۱۶۰۰۰ کمپیوټرونو ته رسېدلی دی
د عکس تشریح، د قیصر کنټرول پېنل ښيي چې د باج غوښتنې پیغام یې یوازې په یوه میاشت کې ۱۶۰۰۰ کمپیوټرونو ته رسېدلی دی

له جرمونو سره د مبارزې اداره وايي، نوموړي د خلکو لا ډېر ډارولو لپاره په پیغامونو کې هغوی ته لیکل چې پولیسو یې د دغو پاڼو کتلو پر مهال ویډیويي تصویرونه تر لاسه کړي دي او د جریمې ورکړې لپاره به ضرب الاجل ورته ټاکل کېده.

د دوی په وینا د نړۍ بېلا بېلو برخو کې د قیصر لخوا خلکو ته د اوښتي مالي زیان کچه معلومول ګرانه چاره ده، خو د دوی په وینا د نوموړي شبکې خورا پراخه وه.

برتانوي چارواکي وايي، داسې حال کې چې زین قیصر هېڅ قانوني عاید نه درلود، داسې ثبوتونه موندل شوي، چې نوموړي په ګران بیه هوټلونو کې وخت تېراوه، قیمار یې کاوه، مخدره مواد یې کاروول او له فحاشه ښځو سره یې اړیکي پالل.