په روسي تلویزیون کې روباټ خبرونه وړاندې کوي

د عکس سرچینه، RUSSIA 24
د 'روسیې ۲۴' ټلویزیوني شبکې ځینې خبري تولګې د روباټ په مټ وړاندې کوي.
دا رباټ چې 'الېکس' نومیږي، د لیدونکو بېل غبرګونونه راپارولي.
ځینې کتوونکي د الېکس د څېرې په اړه شکایت کوي او هغه د سیاسي پیغامونو په خپرولو تورنوي.
د 'Promobot' شرکت چې خدمتي روباټونه جوړوي وايي، دا یې په پرم ښار کې جوړ کړی دی.
ددې روباټ څېره د روباټ جوړونې کمپنۍ مشر الکسي یوژاکیف ته ورته جوړه شوې ده.
تر اوسه د خبرونو ویاند دغې روباټ یوازې مخ او څټ حرکت کوي، خو د هغې د بدن نور غړي هم د حرکت توان لري.
جوړونکي یې وايي، دوه کاله وړاندې یې ددې روباټ جوړول پیل کړي و او باید تېر کال بشپړ شوی وای.
ویل کیږي په دې روباټ ټولټال څه باندې یو میلیون روسي روبل (۱۵۶۰۰ ډالر) لګلیدلي دي.
تر اوسه جوړونکي شرکت ته د ۱۲ ورته روباټ جوړولو فرمایش ورکړل شوی دی.

د عکس سرچینه، PROMOBOT
د روسیې ۲۴ خبري شبکې ویلي، ددوی د خبرونو تازه وړاندې کوونکی ټول روسي دی او پروګرامونه یې ټول په روسیه کې جوړ شوي دي.
الکس تر اوسه دې شبکې لپاره څو خبري ټولګې وړاندې کړې دي.
هغه د ټکنالوژي په اړه یوه خبر کې موسکی شوی او ویلې یې دي چې 'باید ووایم چې د ټکنالوژي په نوښت کې تر ټولو اتل زه وم: الکس روباټ.'
د ۲۴ شبکې په خپله ویب پاڼه لیکلي: "د لومړي ځل لپاره یو روباټ د خبرونو ویاند په توګه ښکاره شوی دی او لیدونکي باید د هغه د خبرونو ویاندويي د څرنګوالي په اړه پریکړه وکړي."
دې شبکې همداراز پوښتنه کړې چې ایا روباټونه کوای شي د خبریالانو ځای ناستي شي؟



















