تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
واشنګټن له ترکیې سره امتیازي سوداګریز شراکت ختموي
د امریکا متحدو ایالتونو سر له نن جمعې ورځې له ترکیې سره امتیازي سوداګریزه معامله پای ته رسوي، چې دا پر ځینو ترکي صادراتو د امریکا له خوا د بندیز لګولو په معنا دي.
ترکیه مخکې د امریکا د امتیازي سوداګرۍ ښه شریک و، چې د ترکي پولادو پر وارداتو یې مالیه په سلو کې ۲۵ ټیټه کړې وه.
سپینې ماڼۍ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، په پام کې ده چې دا فرمان ژر عملي شي، یعنې سر له نن جمعې ورځې به عملي بڼه ولري او ترکي صادرات به امریکا ته د داخلولو پرمهال له ګمرکي مالیې معاف نه وي.
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ په تېره مارچ میاشت کې کانګرس ته وینا کې ویلي وو، له ترکیې سره د امتیازي سوداګریزې معاملې پای ته رسولو په درشل کې دی.
په خبرپاڼه کې دا هم راغلي په امتیازي سیستم کې د ترکیې د نوم نه ثبتولو لامل دا ښودل شوی چې اوس هغه یو پرمختللی اقتصادي هېواد دی.
خو انقرې هیله لرله چې ګني واشنګټن به داسې یو ګام نه اخلي. ترکي چارواکو ویلي د واشنګټن دا ګام د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزې راکړې ورکړې د هدف پرضد دی چې دواړو مشرانو (ډونلډ ټرمپ او رجب طیب اردوغان) پرې هوکړه کړې وه او ارزښت یې ۷۵ میلیارد ډالرو ته رسېده.
تېر کال ټرمپ د ترکي پولادو او المونیم پر صادراتو مالیه ځکه پورته کړه چې پر انقره د نیول شوي پادري انډرو برونسن د خوشي کولو فشار راوړي. نوموړی د ترهګرۍ په تور نیول شوی و چې په تېره اکتوبر میاشت کې خوشی شو.
د ټرمپ دې پرېکړې د ترکي لیرې ارزښت ډېر راټیټ کړ.
د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکي د سوریې په تړاو هم ترینګلي پاتې شول او هغه وخت ترکیې له روسیې نه د توغندیو د نظام اخیستو هوډ درلود.
د سپینې ماڼۍ د پنجشنبې ورځې په بیان کې راغلي، امریکا هوډ کړی چې پر ترکي پولادو مالیه راټیټه کړي، چې دا مالیه په تېره اګسټ میاشت کې له ۵۰ سلنې څخه ۲۵ ته ټیټه شوې وه.
ترکیه یو له هغو ۱۲۰ هېوادونو دی چې له امریکا سره امتیازي سوداګریزه شراکت لري.
په ۲۰۱۷ کال امریکا له ترکیې څخه د امتیازي سوداګرۍ د شراکت په اډانه کې د ۱٫۶۶ میلیارد ډالرو په ارزښت واردات لرل.
په دې وارداتو کې ګاډي، پرزې، ګاڼه او قېمتي معادن شامل وو.