د شري لنکا مسلمانان: "د کورونا مړي مو په زور سوځول کېږي"

    • Author, سروج پتیرانه
    • دنده, بي بي سي سینهاله
  • د خپرېدو وخت

د شري لنکا د مسلمانانو ټولنه وايي، چارواکي له کورونا وبا په ګتې اخیستو د دوی پرضد له مذهبي تبعیضه کار اخلي او مسلمانان اړباسي چې د کورنا وېروس له امله د مړو شويو مسلمانانو مړي وسوځوي چې دا کار په اسلام کې ناروا دی.

د مې پر څلورمه، د درېیو ماشومانو ۴۴ کلنه مور فاطمه رینوزا چې د شري لنکا د مسلمانې ټولنې غړې وه، روغتون ته د کوویډ-۱۹ له مشکوکو نښو سره یووړل شوه.

د چارواکو له خوا 'برید'

فاطمه پلازمېنه کولمبو کې اوسېده،‌ هغه له سالنډۍ کړېده او چارواکي وېرېدل چې وېروس به نیولې وي.

په هغه ورځ چې فاطمه روغتون ته یووړل شوه، مېړه یې محمد شفیک (شفیق) وویل چارواکو یې پر کورنۍ 'برید وکړ':

"پولیس او پوځیان یوځای له چارواکو سره زموږ وره ته ولاړ وو. موږ شاته ټېله کړل شوو او دوی مو کور کې د عفوني کېدو ضد دوا وپاشله. موږ ټول وېرېدلي وو، خو دوی موږ ته هېڅ هم ونه ویل. ان د ۳ میاشتني ماشوم ازموینه هم وشوه او موږ یې سپيو غوندې د قرنطین مرکز ته یووړو."

یاده کورنۍ هلته یوه شپه پاتې شوه، خو په بله ورځ خوشې شوه او ورته وویل شول چې د دوو اونیو لپاره باید ځانونه قرنطین کړي.

بیا وروسته دوی خبر شول چې فاطمه په روغتون کې مړه شوې ده.

په زور د پاڼو لاسلیکول

د فاطمې له مشر زوی وغوښتل شول چې روغتون ته ولاړ شي او د خپلې مور مړی وروښيي. هغه ته وویل شول چې مور یې نوره کورنۍ ته نه راستنول کېږي؛ ځکه چې مړینه یې له کوویډ-۱۹ ناروغۍ سړه تړلې ده.

د فاطمې زوی وايي، په زور هغه پاڼې پرې لاسلیک کړل شوې چې مور به یې سوځوي.

د فاطمې مېړه شفیق په داسې حال چې وايي کورنۍ یې پوره خبره نه وه چې څه پېښ شوي، وویل "هغه ته وویل شول چې د مور د جسد ځینې غړي باید د لا نورو ازموینو لپاره ترې وایستل شي. که هغه په کورونا مړه شوې وي، نو ولې یې د بدن غړي ترې ایستل کېږي"؟

د فاطمې کورنۍ له نورو مسلمانو ټولنو سره د حکومت د هغه ګام اخیستو غندلو ته یوځای شوه چې د کورونا په پلمه له دوی سره زورزیاتی کوي.

د روغتیا نړیوال سازمان لارښود

که څه هم د روغتیا د نړیوال سازمان د لارښود له مخې، د کورونا وېروس له امله مړه شوي کسان سوځېدلی شي، خو په شرېلنکا کې مسلمانان وايي، چارواکي یې د مړو سوځولو ته اړباسي.

دوی وايي، دا په هېواد کې د اکثریت سینهالي وګړو له خوا له دوی سره د زورزیاتي وروستۍ پېښه نه ده.

د ۲۰۱۹ کال اپرېل میاشت کې له اسلامپالو سره یوه کوچنۍ تړاو لرونکې ډله په کولمبو کې پر هوټلونو او کلیساوو د هغو بریدونو مسؤله وبلل شوه چې د بهرنیانو په ګډون تر ۲۵۰ ډېر کسان پکې ووژل شول.

د برید مسؤلیت اسلامي دولت نومې ډلې ومانه. له هغه وروسته ګڼ مسلمانان داسې انګېري چې ګنې د دوی شان او شوکت ته یې لوی زیان اړولی دی.

له 'خطر ډک' ښخول

د تېرې مارچ میاشتې پر ۳۱مه د کورنا وېروس له امله د لومړني مسلمان کس له مړینې راهیسې ځینو رسنیو پر مسلمانانو د دغې ناروغۍ د خپرېدو ښکاره نیوکې کړې دي، خو د رسمي شمېرو له مخې په مسلمانه ټولنه کې تر اوسه ددې ناروغۍ له امله یوازې ۱۱ کسان مړه شوي چې ټول مړي یې سوځول شوي.

د وبا اړوند پېښو حکومتي چارواکی ډاکټر سوګت سماراویرا وايي، دا د حکومت تګلاره ده هر څوک چې د کوویډ-۱۹ ناروغۍ له امله مري او یا له دې ناروغۍ سره د مشکوکو نښو له امله مري، باید وسوځول شي؛ ځکه چې خښول یې د ځمکې د څښاک اوبه ککړولی شي.

ډاکټر سماراویرا وايي، د روغتیا وزارت روغتیايي کارپوهانو د "ښې ټولنې" جوړېدو لپاره دا تګلاره غوره کړې ده.

خو مسلمان فعالان، د مسلمانانو ټولنه او مشران او سیاستوال له شرېلنکایي حکومت غواړي چې پر دې پرېکړه بیا له سره غور وکړي.

'یوازېنی هېواد'

د پخواني وزیر او راتلونکو ټولټاکنو نوماند علي ظاهر مولانا د یوې نظرپوښتنې له مخې، شرېلنکا د روغتیا نړیوال سازمان د ۱۸۲ غړو هېوادونو په نوملړ کې هغه یوازېنی هېواد دی چې د کوویډ-۱۹ ناروغۍ قرباني شوي مسلمانان پکې سوځول کېږي.

مولانا بي بي سي ته وویل، مسلمانه ټولنه به د حکومت پرېکړه ومني "که داسې ثبوت یا ساینسي دلایل ومومي چې دا کره کړي د مړو خښول عامې روغتیا ته یو ریښتونی خطر دی."

د نوموړي له دې څرګندونو سره د شرېلنکا د مسلمانانو کانګرس ملاتړ هم دی چې وايي، ښکاره ده چې تر اوسه داسې ساینسي یا روغتیايي ثبوتونه نه شته چې د مړو سوځول خطر له منځه وړي او د حکومت پرېکړه پر "یوه تیاره سیاسي اجنډا" ولاړه ده چې له مخې یې په هېواد کې مېشتې پرګنې او قومي رنګارنګۍ لا سره وېشي.

بېلابېل قوانین

په هماغه ورځ چې فاطمه مړه شوه، ۶۴ کلن عبدالحمید محمد رفیع الدین هم کولمبو کې د هغه د خور په کور کې ومړ.

دغه کارګر او د څلورو ماشومانو پلار د سااخیستو له ستونزې کړېده.

د هغه کشر زوی نوشاد رفیع الدین بي بي سي ته وویل، یو سینهالا ګاونډی یې هم په هماغه ورځ ومړ.

د ټولبندیز او سفر د محدوړدیتونو له کبله، پولیسو له کورنۍ وغوښتل چې د ګاونډي مړی د دوی د پلار له مړي سره یوځای روغتون ته یوسي.

د مړو ساتنځي کې یوه ډاکټر نوشاد ته وویل د خپل پلار پر مړي د لاس وهلو اجازه نه ورکوي ځکه چې د کوویډ-۱۹ ناروغۍ د لېږدېدا خطر شته، خو تر پایه جوته نه شوه چې ایا پلار یې رېښتیا هم د وېروس له امله مړ شوی.

د توندو غبرګونونو وېره

له نوشاد - چې لیک او لوست نه شي کولی، وغوښتل شول چې د خپل پلار د مړي سوځېدو حکومتي اجازه لیک لاسلیک کړي.

نوشاد وايي، ډاډه نه و که دا پاڼه لاسلیک نه کړي څه به ورسره کېږي، خو وېره یې دا وه چې که لاسلیک یې نه کړي کورنۍ او د مسلمانانو ټولنه به له توندو غبرګونونو سره مخامخ شي.

هغه طبي کارمن چې د کورونا وېروس د ازموینې څارنه کوي، وايي په حقیقت کې روغتون کې د فاطمې د وېروس نتیجه مثبته نه ده اعلان شوې چې په دې سره یې د کورنۍ اندېښنه لا ډېره شوې ده.

شفیق وايي: "موږ مسلمانان یو او مړي نه سوځوو. که دوی پوه شوي چې هغې کورونا نه لرله، نو ولې یې مړی وسوځاوه؟"