د نیو زیلنډ‌ پر جوماتونو بریدګر په عمري بند محکوم شو

د خپرېدو وخت

د نوي زیلنډ یوې محکمې هغه کس په عمري بند محکوم کړ چې تېر کال یې د دغه هېواد په کرېسټ چرچ ښار کې په دوو جوماتونو برید وکړ او ۵۱ کسان یې ووژل.

دا لومړی ځل دی چې نوي زیلنډ کې یو کس ته داسې عمري بند سزا ور کول کېږي چې د بښلو امکان یې نشته.

اسټرالیايي توکمه ۲۹ کلن برنټن ترانټ د محاکمې څلور ورځني بهیر کې د ۵۱ کسانو وژلو، د نورو ۴۰ کسانو د وژلو د هڅې او یو ترهګریز تور ومانه.

د نوموړي دغه برید نړۍ هیښه کړه او له هغه وروسته نوي زېلنډ د وسلې لرلو په هکله قانون سخت کړ.

د سزا ټاکلو جلسو کې چې څلور ورځې وخت یې ونیو د نوموړي د برید د نښو په هکله ۶۰ بیانیې وویل شوې.

په وروستۍ ورځ د قران ایت تلاوت شو او کسانو د خپلو خپلوانو انځورونه پورته کړل.

د قربانیانو د خپلوانو خبرې

میسون سلامه- چې زوی یې برید کې وژل شوی- وویل: "تارنټ ټول نوی زیلنډ غمجن او نړۍ خپه کړه."

سارا قاسم- چې پلار یې عبدالفتاح قاس- نور جومات کې ووژل شو، د هغه د ژوند وروستیو شېبو په هکله وویل:

"له ځان پوښتم چې دردېده، غمجن و، په څه یې فکر کاوه. لویه هیله مې دا ده چې د مرګ په وخت کې ور سره وی، لاسونه مې یې نیولي وی او ورته ویلي مې وی غوسه کېږه مه، خو دا ونه شول."

بریدګر د محکمې د حکم تر اعلان مخکې له څه ویلو ډډه وکړه.

تارنټ ولې برید وکړ؟

د ۲۰۱۹ کال مارچ کې برنټن تارنټ د کرېسټ چرچ ښار نور جومات ته له وسلې سره ننوت او پر خلکو یې ډزې وکړې.

څو دقیقې وروسته دې جومات ته نږدې لینووډ اسلامي مرکز ته لاړ او هلته یې هم پر خلکو ډزې وکړې.

نوموړي په ټنډه کمره لګولې وه او دا وژنه یې د فیسبوک له لارې ژوندۍ ښودله.

د نوي زیلنډ پولیسو د دې برید په هکله له پلټنو وروسته وویل، اسټرالیايي توکمه برنټن تارنټ سخت توندلاري افکار لري او د کډوالو او مسلمانانو ضد دی او د توکمپالنې انګېزې سره یې "ترهګریز برید" کړی دی.

د نوي زیلنډ لومړۍ وزیرې جسیندا اردرون دا پېښه د خپل هېواد یوه تر ټولو توره ورځ وبلله.

دې پېښه پسې یې د پارلمان په تایید خپل هېواد کې پر جنګي توپانچو او ضربه يي وسلو بندیز ولګاوه.

ویل کېږي محکمه کې تورن- چې خاورینې جامې یې اغوستې وې- د جلسې په اوږدو کې چوپ و او یوازې کله کله یې هغه ځای ته کتل چې د قربانیانو کورنۍ او خپلوان پکې ناست و.

د ډېرې مرګ ژوبلې پلان

څارنوالي وایي، برنټن دا برید کلونه پخوا پلان کړی و او د برید د ځایونو په هکله مالوماتو ټولولو سره یې هڅه دا وه چې تر ممکنه برید ډېره مرګ ژوبله واړوي.

محکمه کې د سندونو له مخې برنټن تارنټ له برید مخکې میاشتو کې کرېسټ چرچ ښار ته تللی او پر نور جومات یې بې پیلوټه الوتکه ګرځولې وه.

د څارنوالۍ د څېړنو له مخې بریدګر پر نور او لینووډ مرکز سربېره دې دوو جوماتونو ته نږدې پر اشبورټن جومات هم د برید پلان درلود.