تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
کورونا د ثبت شویو مړينو پرتله شاید "درې برابره زیات وګړي وژلي وي"
څېړونکي وايي، کېدای شي کورونا اتلس میلیونه انسانان وژلي وي. دا د هغو ثبت شویو شمېرو درې برابره زیات دي چې ویل کېږي د نړۍ په کچه کورونا شاوخوا ۶ میلیونه انسانان وژلي دي.
د څېړونکو دا رپوټ دوه کاله وروسته له هغې ورځې خپرېږي چې د روغتیا نړیوال سازمان د لومړي ځل لپاره د کورونا نړیواله وبا اعلان کړه.
د امریکا د متحده ایالتو واشنګټن پوهنتون په ۱۹۱ هېوادونو کې د وژل شویو کسانو شمېرې ارزولې دي چې د کورونا له کبله د وژل شویو انسانانو کره شمېره پیدا کړي.
د وژل کېدو لامل هم په ځینو کې وېروس او په ځینو کې التهاب بلل شوی.
دا ځکه چې په وېروس اخته کېدو د انسان روغتیا يي حالت دومره کمزوری کاوه چې مخکینو ناروغیو لکه د زړه ناروغۍ او د سږو ناروغۍ په ډېره آسانۍ سره د مړينې سبب کېدې.
د مړینې دا شمېر د اضافي مړینې په نامه یادېږي.
د دې کچه داسې معلومېږي چې له وبا مخکې په معمول ډول هر کال د اټکل شوې مړینې له شمېرې سره پرتله کېږي.
دا اټکل شوی شمېر هم د وروستیو کلونو د مړینو شمېر سره په پرتلې معلوم وي.
د کورونا له کبله د مړینو دا اټکلي شمېر د بېلابېلو حکومتونو رسمي سایټونو کې د مړینو له شمېرو، د مړینې نړیوال ارقام، د بشري مړینې شمېرې او د اروپا د شمېرو له دفتر څخه اخیستل شوې دي.
د مړینې شته شمېر په بېلابېلو هېوادونو او سیمو کې ډرامتیک توپیر لري خو له دې سره په ټوله کې د نړۍ په کچه هرو سل زرو (۱۰۰،۰۰۰) انسانانو کې ۱۲۰ کسان وژل شوي دي.
دا په دې معنی ده چې د ۲۰۲۰ له پیله د ۲۰۲۱ کال تر پایه پورې په دې دوه کلونو کې د کوویډ له امله شاوخوا ۱۸.۲ میلیونه مړینې پېښې شوې دي، دا د رسمي ۵.۹ میلیونه چې ثبت شوی کره شمېر دی درې برابره زیات دی.