تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د امریکا ولسمشر جو بايډن کورونا نیولی
د امریکا ولسمشر جو بايډن د کورونا وېروس پايله مثبت ختلې او اوس په سپینه ماڼۍ کې قرنطين دی.
د سپينې ماڼۍ د مطبوعاتي برخې مسئولې جين پيير وايي، ښاغلی بايډن چې ۷۹ کاله عمر لري په بشپړ ډول واکسين شوی او دوه بوسټر واکسين يې هم کړی دي.
د نوموړې په وينا، ولسمشر د وېروس ضد درمل کاروي او د کورونا نښې يې جدي نه دي.
د امريکا د لومړۍ مېرمنې جيل بایډن په اړه ويل کېږي چې د کورونا ازموينه یې منفي ده.
د سپينې ماڼۍ د پروټوکول له مخې تر هغه چې د ولسمشر د کورونا پايله منفي شوې نه وي، دی به په ګوښيتوب کې خپل کار ته دوام ورکوي او له انلاين لارې به په غونډو کې ګډون کوي.
د سپينې ماڼۍ د کووېډ برخې همغږي کوونکی ډاکتر اشيش جا وايي، ولسمشر د ستړيا احساس کاوه، پوزه يې بهېده او وچ ټوخی درلود.
نوموړي وويل، کله چې ويده شو، ښه خوب يې ونشوی کړی او د پنجشنبې په سهار يې د کورونا پايله مثبته راغله.
سپينه ماڼۍ وايي، ښاغلي بايډن د سې شنبې پر ورځ هم د کورونا ازموينه کړې وه چې منفي وه.
د سپينه ماڼۍ په وینا، د کانګرس غړو په ګډون به هغو کسانو ته چې له ولسمشر سره په نژدې اړيکه کې وو، خبر ورکړل شي.
ښاغلی بايډن د پاکسلوېډ په نامه د وېروس ضد درمل کاروي چې په بدن کې د کورونا وېروس د زياتېدو مخه نيسي او په بدن کې د وېروس کچه ټيټوي.