په ایران او متحده عربي اماراتو کې سیلابونو لسګونه کسانو ته مرګژوبله اړولې

د خپرېدو وخت

په ایران کې د سرې میاشتې مسوولین او مرستندویه ادارې وايي، د دې هېواد په بېلا بېلو سیمو کې له ګڼو بارانونو وروسته سېلابونه راوتلي چې له کبله یې ۵۳ کسان مړه شوي او ۱۶ کسان بې درکه دي.

د ایران سرې میاشتې مشر مهدي ولي پور ایراني ټلویزیون ته ویلي په تېرو څو ورځو کې سخت اورښت د هېواد ۲۱ سیمې اغېزمنې کړې دي.

ښاغلی ولي پور وايي، د سیلاب له کبله ډېر کسان د پلازمېنې تهران په امام زاده داود سیمه کې مړه شوي دي.

له دې مخکې د ایران ځايي رسنیو ویلي و، د سیلابونو له کبله یوازې په څلورو سیمو کې ۲۷ کسان مړه شوي او همدومره بې درکه دي.

ایراني ولسمشر ابراهیم رئیسي د اوبو بندونو احتمالي ماتېدو خطر له کبله چارواکو ته د تیارسئ امر کړی.

په ایران کې د کړکېچ مدیریت مسوولینو له خلکو غوښتي چې په هېڅ صورت کې خوړونو، درو او خطرناکو ځایونو ته نژدې نه شي.

په مازندران سیمې کې د ځايي مرستندویه ادارې مشر وايي، د همدې سیلابونو له کبله درې بهرني وګړي هم مړه شوي او اته نور بې درکه دي، چې په وینا یې د موندلو لپاره یې هڅې روانې دي.

د مهر خبري اژانس په رپوټ کې ویل شوي حسین علي محمدي د مړو شویو او بې درکه بهرنیانو د هویت په هکله څه نه دي ویلي چې دا کسان څوک وو او له کومه هېواده ایران ته ورغلي وو.

په ورته مهال په متحده عربي اماراتو کې ځايي چارواکي وايي، په بېلا بېلو سیمو کې د سیلابونو له کبله شپږ کسان مړه شوي او یو کس بې درکه دی.

د متحدو اماراتو چارواکي وايي، د بې درکه کس موندنې لپاره لټون کوي او په وینا یې دا کسان اسیایان دي.

د فجیره او شارجې په ګډون د متحدو عربي اماراتو له شمالي سیمو څلور زره کسان موقتو پناه ځایونو ته لېږدول شوي دي.

ځايي چارواکي وايي، وروستي بارانونه په تېرو ۳۰ کلونو کې بې مخینې دي.