مسکو کې د نیمتڅوف په درناوي لسګونه زره کسانو لاریون وکړ

د مسکو په مرکزي برخه کې لسګونه زره کسانو د مخالف سیاستوال بوریس نیمتڅوف په درناوي لاریون وکړ چې د جمعې پر ورځ په ډزو ووژل شو.
لاریون کونکو د ښاغلي نیمتڅوف انځورونه او لوحې لاس کې نیولې وې چې پرې د "زه نه وېرېږم" شعارونه لیکل شوي وو.
ټاکل شوې وه چې دی د یکشنبې پر ورځ د مخالف ګوند د یوه لاریون مشري وکړي خو د نوموړي وژنې دغه چاره د ویر پر لاریون بدله کړه.
د ښاغلي نیمتڅوف ملاتړو پر کرېملین تور لګولی خو ولسمشر وېلادیمیر پوتین دغه وژنه غندلې، ناوړه عمل یې بللی او هوډ یې څرګند کړی چې وژونکي به پیدا کوي.
د مخالف ګوند ملاتړي کرېملین ته نږدې سره یوځای شول. ځینې لاریون کونکي د (ګرېټ مسکو فریټسکي) پل پر لور، هغه ځای چې ښاغلی نیمتڅوف په کې ووژل شو، روان شوي دي.
څو زره نور کسان بیا د سینټ پیټرسبرګ په ښار کې لاریون کوي.
بېرغونه او ګلونه
تر دې وړاندې د مسکو ښار چارواکو د ۵۰ زره کسانو د لاریون منظوري ورکړې وه خو د لاریون سمبالونکو وویل ښايي د وژنې له قضیې وروسته دغه شمېر زیات شي.

د عکس سرچینه، BBC World Service
په رسمي ډول تر اوسه کره شمېرې نه دي په ډاګه شوي خو اټکل دی چې په لاریون کې د ۱۶ زرو او ۷۰ زرو تر منځ خلک وو.
په لاریون کې ډېرو خلکو خپل ملي بېرغ او ګلونه په لاسونو کې نیولي وو چې د پېښې په سیمه کې یې کېږدي. ځینو د اوکراین بېرغ په لاس کې نیولی و.
پر ځینو لوحو لیکل شوي وو "هغه د روسیې د راتلونکې لپاره خپل ژوند له لاسه ورکړ" او "هغوی له تا وېرېدل، بوریسه".
له لاریون وړاندې مخالف سیاستوال ګېنادي ګوډکوف د رویټرز خبري اژانس ته وویل:
"که موږ د مخالف ګوند پر ضد د کرکې د کمپاین مخه ونیسو، نو بیا روسیه کې د بدلون چانس لرو. ګنې نو د یو ستر مدني کړکېچ شونتیا شته".
د (میدان ضد) نومې کرېملین پلوه ډلې فعالانو وویل دوی د لاریون مخه نه نیسي.





















