د هند دوو ايالتونو کې تندر ۳۲ کسان وژلي دي

د عکس سرچینه، Getty
راپورونه وايي د هند د اندرا پردېش او اوړيسه ايالتونو په بېلابېلو سيمو کې تندر لږترلږه ۳۲ کسان وژلي دي.
د اندرا پردېش ايالت په اوو ولسواليو کې ۲۳ کسان وژل شوي دي.
نهه کسان نور په ختيځ اوړيسه ايالت کې وژل شوي دي.
راپورونه وايي د دغو پېښو ډېری قربانيان هغه کسان دي چې په خپلو کروندو کې په کار بوخت او د يکشنبې پر ورځ سخت باران کې ايسار شول.
په هند کې د پشکال پر مهال د تندر لوېدو پېښې عادي دي.
د وژل شويو ۳۲ کسانو په مينځ کې شپږ ښځې هم شته.
راپورونه وايي د ښځو د کرېکټ دوه لوبډلې هغه مهال په منډه خلاصې شوې، چې د تندر لمبو له دوی سره نژدې د خرما يوه ونه وسوځوله.
د هند ټايمز آف انډيا ورځپاڼې ته د کرېکټ بورډ يوه لوړپوړي چارواکي ويلي: ''دا بيخي يوه معجزه وه چې زموږ لوبغاړي او مسوولين منډې له تندر نه خلاص کړل.''
په اوړيسه ايالت کې چې اندرا پردېش سره په خوا کې دی د تندر لمبو نهه کسان وژلي او اته نور يې ټپيان کړي.
دغه پېښې د اوړيسه ايالت په بېلابېلو سيمو کې شوې دي.
په هند کې شاوخوا ۸۰ سلنه اورښتونه پشکال کې کېږي او دغه بارانونه د جنون او سپټمبر مياشتو ترمنځ کېږي.





















