تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د اوکرایین جګړې پای ته رسولو لپاره د ټرمپ د حکومت هڅې او پر کیېف د توغندیو تازه بریدونه
د اوکرایین پر پلازمېنه د توغندیو تازه بریدونه شوي دي. د کیېف ښاروال ویتالي کلیچکو ویلي د چارشنبې شپې په بریدونو کې څو کورونه لګېدلي او شپږ کسان پکې ټپیان شوي دي.
دا بریدونه تر هغې یوازې څو ساعته وروسته کېږي چې مسکو په لویه کې د سولې د خبرو بېرته پیلېدو ته چمتووالی وښود او د امریکا ولسمشر وویل نړۍ ښایي اوس تر بل هر وخت د اوکرایین د جګړې پای ته ډېره نږدې شوې وي.
اوکرایین کې د جګړې درولو لپاره د دغو نوو ډیپلوماټیکو هڅو مشري د ډونلډ ټرمپ استازي سټیف ویټکاف او جارېډ کوشنر کوي.
ویټکاف د همدغو هڅو په دې لړ کې د اوکرایین له ولسمشر ولودمیر زېلېنسکي سره تر ناستې یوه ورځ وروسته پرون (چارشنبه) په سنت پېترزبورګ کې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره هم وکتل.
د روسیې، اوکرایین او امریکا جګپوړو چارواکو مخکې د جګړې پای ته رسولو لپاره څو پړاوه خبرې کړې دي.
خو د امریکا په منځګړیتوب د اوکرایین د سولې دا درې اړخیزې خبرې د روان کال په فبرورۍ کې ودرېدې.
په داسې حال کې چې اوکرایین هغه مهال د لوېدیځ له لوري د ورکول کېدونکو توغندیو ضد دفاعي وسایلو له کمښت سره مخامخ و، روسیې پرې بریدونه ډېر کړل.
بلخوا روسیې تور پورې کړی چې تېره میاشت په دغه هېواد کې د ټولټاکنو پر مهال د اوکرایین "ستر" بریدونه د دې لپاره وو، چې د ټاکنو بهیر ګډوډ وکړي.
ټرمپ د چارشنبې پر ورځ وویل: "هغه بله ورځ مې له ولادیمیر پوتین سره له اوکرایین سره د هغه د جګړې د هواري په اړه خبرې کولې چې زما په فکر اوس په ور نږدې کېدو یو - ښایي اوس تر ټولو نږدې ځای ته ورسېدلي یو. "
که څه هم ډونلډ ټرمپ په وار وار ویلي چې د روسیې او اوکرایین جګړه به پای ته ورسوي، خو نوموړی تر اوسه په دغه کار نه دی بریالی شوی.
ویټکاف تر هغې وروسته سنت پیترزبورګ ته روان شو چې سېشنبه یې د ناروې په پلازمېنه اوسلو کې د اوکرایین له ولسمشر ولودیمیر زېلېنسکي او د ناروې او فنلنډ له مشرانو سره ولیدل.
لا روښانه نه ده چې هغه به پوتین ته کوم ځانګړي وړاندیزونه ور وړي وو، خو زېلېنسکي له هغه سره تر کتنې وروسته ویلي وو چې دوی دواړه اوکرایین لپاره پر "پیاوړو" امنیتي تضمینونو او د انرژۍ د اوربند پر وړاندیزونو وغږېدل.
د پوتین سلاکار یوري اوشاکوف ویلي، د دوی نظریې چندانې "ګټورې" نه وې.
هغه په سنت پېترزبورګ کې د چارشنبې ورځې تر خبرو وروسته خبریالانو ته وویل چې د مذاکراتو نوی پړاو ښایي د نومبر پر ۱۰مه د متحدو عرب اماراتو په پلازمېنه ابوظبۍ کې ترسره شي.
اوشاکوف ټینګار وکړ چې دغه خبرې اترې باید "د جګړې له پای وروسته روسیې او اوکرایین لپاره د یوه امنیتي سیستم پر جوړولو" متمرکزې وي.
نوموړي زیاته کړه، پوتین ویټکاف ته تکرار کړې چې روسي ځواکونه د جګړې پر کرښه ټولو محاذونو کې پرمختګ کوي او "ستراتیژیک ابتکار" یې لاس کې دی.
خو اوکرایین او اروپايي متحدانو یې د پوتین دا ادعا رد کړې او ویلي یې دي چې د جګړې لیکې تر ډېره ټکنۍ او ځای پر ځای ولاړې (له یوې خوا هم څه مهم پرمختګ نه ښکاري).
د اوکرایین ولسمشر ولودیمیر زېلېنسکي چارشنبه وویل، دی به داسې یوه هوکړه ومني چې جګړه ورسره پر اوسنیو لیکو ودرېږي.
هغه له فاکس نیوز سره په خبرو کې وویل: "موږ دا 'اوربند' یا یې د ولسمشر ټرمپ په څېر 'د وژنو درول' بولو."
هغه زیاته کړه، "دا لږترلږه هغه څه دي چې موږ یې نن له روسیې غواړو."
زېلېنسکي زیاته کړې، چې په دې پسې اوکرایین لپاره د امنیتي تضمینونو پر موضوع هم بحث کېدای شي.
مسکو په ۲۰۲۲ کال کې پر اوکرایین یرغل پیل کړ او اوسمهال د دغه هېواد شاوخوا ۲۰ سلنه خاوره تر کنټرول لاندې لري.
د ټرمپ ادارې د اوکرایین جګړې پای ته رسولو لپاره دا تازه هڅې داسې مهال پيل کړې دي چې له کیېف سره یې اختلافات مخ په زیاتېدو دي.
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ په دې وروستیو کې ویلي و چې اوس د دې وخت رارسېدلی چې اوکرایین نوی ولسمشر ولري او دا چې "د اوکرایین په استازیتوب باید بل څوک خبرې اترې وکړي."
هغه په نړیوالو بازارنونو کې د تېلو بیېو د لوړېدو پړه هم پر روسي چاڼخونو د اوکرایین پر بریدونو واچوله.
د یادونې ده چې د تېلو بیې له ایران سره د امریکا او اسرائیل د جګړې له پیل راهیسې لوړې شوې دي.
ټرمپ په دې وروستیو کې پر روسیې د لګېدلو بندیزونو لېرې کولو سره مسکو ته اجازه ورکړې چې "د امریکا او نړیوال بازار" ته میلیونونو ټنه ډیزل صادر کړي.
هغه له دې کبله پر کور دننه او بهر له سختو نیوکو سره مخامخ شوی دی.