د سینیګال پوځیان ګمبیا ته ننوتي

سنیګال
د عکس تشریح، د سینیګال پوځیان د افریقا له مسلکي پوځونو یو بلل کېږي.
د خپرېدو وخت

د سینیګال پوځ ویاند ویلي د دغه هېواد پوځیان ګاونډي هېواد ګمبیا ته ننوتي، چې په خبره یې موخه یې هلته ټاکنو کې د بریالي شوي اداما بارو ته د واک لېږد باوري کول دي.

له دې لږ مخکې ښاغلي بارو په سینیګال کې د خپل هېواد سفارت کې د ولسمشر په توګه لوړه وکړه. په نړیواله کچه نوموړی د ولسمشرۍ لپاره وړ بلل کېږي، خو پخواني ولسمشر یحیی جامع د واک له پرېښودو انکار کړی.

نوموړی د پارلمان تایید له ځان سره لري. د لوېدیځې افریقا هېوادونو خبرداری ورکړی و، چې دوی به په زوره ښاغلي جامع له واکه ګوښه کړي. ملګري ملتونه هم د ښاغلي بارو ملاتړ کوي.

د پنجشنبې پر ورځ د ملګرو ملتونو امنیت شورا ټینګار کړی، چې دغه موضوع باید په سیاسي توګه حل شي.

.
د عکس تشریح، ولسمشر جامع له ۱۹۹۴ راهیسې پر خپل هېواد واکمن دی

د خبري اژانسونو په رپوټونو کې د سینیګال پوځ ویاند عبدو ایندیای له قوله ویل شوي، چې د دغه هېواد پوځیان پر ځايي مهال ماسپښین د ګمبیا له پولې اوښتي دي.

د اې ایف پي په رپوټ کې د نایجریا چارواکو له قوله ویل شوي ، چې د څار لپاره وسله وال هوايي ځواکونه د ګیمبیا په فضا کې الوتنې کوي.

د نایجریا هوايي پوځ ویاند اې ایف پي ته ویلي و، چې (دوی د بریدونو وړتیا لري) بارو ډاکار کې د خپل هېواد سفارت کې لوړه وکړه او د خپل هېواد پوځ ته یې امر وکړ، چې له خپلو مرکزونو بهر نه شي.

د نوموړي په خبره ( که له کوم پوځي سره وسله ولیدل شي یاغی به وبلل شي.

سینیګال کې د لوېدیځو هېوادونو سفیرانو، د لوېدیځې افریقا لپاره د ملګرو ملتونو استازي او د سیمه ییز اقتصادي سازمان ایکواس استازي د لوړې په مراسمو کې ګډون کړی و.

د مراسمو ودانۍ بهر د ګمبیا سلګونه اوسېدونکي ولاړ و. په ورته مهال د ګیمبیا پارلمان د دریو میاشتو لپاره د ولسمشر یحیی د واک موده وغځوله.

ګمبیا
د عکس تشریح، اداما بارو د خپل هېواد پوځ ته امر کړی، چې له مرکزونو بهر نه شي

یو شمېر کارپوهان وايي نوموړی اوس هم په قانوني توګه د خپل هېواد د ولسمشرۍ جواز لري.

د ګمبیا اطلاعاتو وزیر د پنجشنبې پر ورځ بي بي سي سره خبرو کې وویل، چې ښاغلي جامع نه غواړي واک پرېږدي.

د لوېدیځې افریقا دغه هېواد د ښایسته سمندرغاړو له کبله په لویدیځوالو سیلانیانو کې ډېر مینه وال لري.

د دغه هېواد درېیو لوریو ته سینیګال پروت دی. د افریقا امنیتي چارو لپاره د بي بي سي خبریال ټومي اولاډیپو وايي، د ګمبیا پوځ ټولټال سرتېرو شمېر ۲۵۰۰ کسانو ته رسېږي او داسې فکر نه کېږي، چې دوی به له سینیګال سره مقابله وکړي.