یحیی جامع ته تر غرمې د واک پرېښودلو وخت ور کړل شو

د عکس سرچینه، AFP
د لوېدیزې افریقا هېوادونو د ګمبیا پخواني ولسمشر یحیی جامع ته خبرداری ور کړی چې که تر غرمې پورې واک نه پرېږدي، نو پوځي مداخله به وکړي.
د ملګرو ملتونو ملاتړ لرونکې د لویدیزې افریقا سیمه ییزې ټلوالې د سینیګال له ځواکونو هم غوښتي چې په ګمبیا کې نور مخته لاړ نه شي.
دا ټلواله د ګمبیا په اوسنیو ټاکنو کې د بریالي نوماند اداما بارو ملاتړ کوي.
د ټلوالې ویاند مارسل الین ډي سوزا ویلي، چې د دې مسلې د اواري لپاره د ګانا د ولسمشر الفا کنده په مشرۍ د جمعې په سهار وروستۍ هڅې شوې او که ناکامې شوې، نو په ځواب کې به پوځي ګام پورته شي.
'که د جمعې ورځې تر غرمې پورې یحیی جامع واک نه پرېږدي، نو هرو مرو به پوځ ته مخه کړو'.
له دې مخکې د سینیګال د پوځ ویاند ویلي، چې د دغه هېواد پوځیان ګاونډۍ ګمبیا ته ننوتي، چې هلته ټاکنو کې بریالي اداما بارو ته د واک لېږد باوري کړي
له دې لږ مخکې ښاغلي بارو په سینیګال کې د خپل هېواد سفارت کې د ولسمشر په توګه لوړه وکړه.

د عکس سرچینه، Getty Images
په نړیواله کچه نوموړی د ولسمشرۍ لپاره وړ بلل کېږي، خو پخواني ولسمشر یحیی جامع د واک له پرېښودو انکار کړی، چې د پارلمان ملاتړ هم لري.
د لوېدیزې افریقا هېوادونو خبرداری ور کړی چې په زور به یې له واک لرې کړی. ملګری ملتونه هم د ښاغلي بارو ملاتړ کوي.
د پنجشنبې په ورځ د امنیت شورا ۱۵ غړو وویل، چې دا کشاله باید 'په سیاسي ډول' اواره شي.


















