تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
شهباز شریف د خیبر پښتونخوا حالت ولې افغانستان سره تړلی او د مجاهد ځواب څه دی؟
د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف یو ځل بیا تور پورې کړی چې افغان خاوره لا هم د پاکستان پر ضد کارېږي او همدې حکومت اړ کړ چې په خیبر پښتونخوا کې بېړنی حالت او والي واکمني (ګورنر راج) نافذه کړي.
شهباز شریف دا ادعا تېره ورځ په پېښور کې د خیبر پښتونخوا له واکمن والي، پوځي او سیاسي چارواکو او قبایلي مشرانو سره په یوه غونډه کې کړې ده.
ده ویلي، "له افغانستانه چې شپه او ورځ کومه ترهګري روانه ده او له هغې خاورې ترهګر زموږ بېګناه خلک، پولیس او پوځي افسران او ځوانان وژني، نو دا وینه بهېدنه به تر څو دوام کوي؟ باید ودرول شي او مخه یې ونیول شي. همدا وضعیت و چې له ولسمشر سره تر دوه ځلې مشورې وروسته مو پرېکړه وکړه چې باید دلته ګورنر راج اعلان کړو او د دغه ایالت حالت چې له هرې خوا ډېر خراب دی، ښه کړو".
دا هغه ادعا ده چې د شهباز شریف په ګډون یې ګڼ پاکستاني چارواکي په وار وار تکراروي او د همدغه تور پر بنسټ یې په تېر کې د افغانستان پر بېلابېلو سیمو بمبارۍ هم کړې دي.
خو په افغانستان کې د طالبانو حکومت یو ځل بیا دا تورونه "په کلکه" رد کړي او دا یې د پاکستانیو چارواکو "ناسالم دریځ" بللی دی.
د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې کله پاکستاني چارواکي د خپل هېواد د امنیت په "قابو کولو کې پاتې راشي نو افغانستان تورنوي" او د خپلو ادعاو د ثابتولو لپاره "کوم شواهد هم نه وړاندې کوي".
ښاغلي مجاهد وویل چې نه په پاکستان کې د "ناامنۍ خپرولو امکانات لري" او نه هم هلته ناامني "له ستراتیژيک پلوه افغانستان ته ګټه لري" بلکې په وینا یې، بیا به یې "ضرر سیمې ته او تر ټولو ډېر موږ ته را رسېږي".
تر دې وړاندې هم د ښاغلي شهباز شریف په ګډون ځينو نورو چارواکو هم په افغانستان کې د طالبانو حکومت تورن کړی چې ګواکې د تحریک طالبان پاکستان او بلوڅ بېلتونپالو په ګډون یې ځينو هغو وسلهوالو ډلو ته په خپله خاوره کې ځای ورکړی چې په پاکستان کې بریدونه کوي.
خو د طالبانو حکومت له لومړي سره دا ادعاوې رد کړې او یادې ډلې یې د پاکستان "کورنۍ ستونزه" بللې چې باید په خپله یې حل کړي.
په تېر حکومت نیوکې
په خیبر پښتونخوا کې له بېړني حالت وروسته اوس د واکمن والي په ګډون ځينې لوړپوړي پاکستاني چارواکي د تحریک انصاف په مشرۍ د دغه ایالت پر بېواکه شوي حکومت هم ورته تورونه پورې کوي.
شهبار شریف د خپلې وینا پرمهال له افغانستان وروسته تېر حکومت په "ملک دوښمنۍ" تورن کړ.
ده که څه هم د تحریک انصاف نوم وانخیست خو د بېړني حالت د نافذولو په ملاتړ یې وویل، "یو ګوند چې په ملک دوښمنۍ لاس پورې کړي نو موږ خو کرار ورته کیناستی نه شو".
ښاغلي شریف زیاته کړه چې "ترهګر د خیبر پښتونخوا په ټولو سیمو کې ګرځي. په ځينو ځایونو کې د شپې د دوی واکمني وي او له خلکو باج اخلي" خو په وینا یې "موږ داسې نه شو کولی چې خیبر پښتونخوا دې سوځي او موږ به ورته ګورو" او ټټر یې وواهه چې د دغه ایالت امنیتي ادارو ته به "هرراز وسایل" ورکړي.
شهباز شریف دا روښانه نه کړه چې هلته څه کول غواړي او بیا خو به د پاکستان حکومت په خیبر پښتونخوا کې د پوځي عملیاتو کوم پلان نه لري. هغه کار چې د خیبر پښتونخوا د بېواکه شوي حکومت بندي اعلی وزیر سهیل اپریدي یې مخالفت کړی و.
ښاغلي اپریدي ویلي وو چې هېڅکله به په دغه ایالت کې پوځي عملیاتو ته اجازه ور نه کړي او همدا له هغو لاملونو یو بلل کېږي چې د پاکستان له مرکزي حکومت سره یې فاصله ډېره شي.
د خیبر پښتونخوا واکمن والي فیصل کریم کونډي هم پر ښاغلي اپریدي او د تحریک انصاف حکومت باندې تور پورې کړی و چې ګواکې د هغو ډلو خواخواږي او اسانچاري دي چې په دغه ایالت کې "ترهګریزې کړنې ترسره کوي.
د یادولو ده چې د سهیل اپریدي په ګډون د تحریک انصاف ګڼ غړي د بېړني حالت له نافذېدو سره نیول شوي او معلومه نه ده چې دغو تورونو ته یې ځواب څه دی.
ښاغلي کونډي هم په غونډه کې وویل چې په خیبر پښتونخوا کې له "ترهګرۍ سره مبارزه" ورته لومړیتوب لري او ویې ویل چې په دې اړه یې ځينې وړاندیزونه او لارې چارې برابرې کړې دي چې له مرکزي حکومت سره په ګډه به یې پلې کوي.
خو واضح یې نه کړه چې دا لارې چارې څه دي.
ده له غونډې وروسته په یوه خبري کنفرانس کې تېر بېواکه شوي حکومت یا کوم بل چا ته له مستقیمې اشارې پرته ګواښ وکړ چې که د "پښتونخوا په ځواکمنولو" کې څوک ګډ کار نه ورسره کوي نو "څنډې ته دې شي".
ښاغلي کونډي وویل، "موږ یوه بدلېدونکې، غوړېدونکې او ځواکمنه پښتونخوا جوړوو، که څوک په دې سفر کې له موږ سره ګډ مزل کوي نو په خیر دې راشي. خو که څوک نه راسره شریکېږي او خپل پخوانی چلند روان ساتي نو بیا دې موږ وبښي او څنډې ته دې شي، ځکه چې بیا موږ سره نه شي تللی".
له قبایلي مشرانو سره په غونډه کې د پاکستان لومړي وزیر اعلان وکړ چې خیبر پښتونخوا ته د "پرمختیايي چارو" لپاره ۱۶۰ میلیارده روپۍ (شاوخوا ۵۷۸ میلیون ډالر) ځانګړې کوي او بېلابېلې اقتصادي پروژې به هم هلته پلې شي.
د یادولو ده چې شاوخوا دوه اوونۍ مخکې (تله ۱۹/اکتوبر ۱۱) د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري اعلان وکړ چې له لومړي وزیر شهباز شریف سره تر مشورې وروسته په خیبر پښتونخوا کې بېړنی حالت او والي واکمني یا ګورنر راج نافذوي.
له دې اعلان سره په پښتونخوا کې د تحریک انصاف حکومت چې سهیل اپریدی یې اعلی وزیر و، بېواکه اعلان شو او د ده په ګډون د دغه ګونډ ګڼ غړي ونیول شول. د بېلابېلو سیمو امنیتي او حکومتي چارواکي هم بدل کړای شوی او د خیبر پښتونخوا چارې والي فیصل کریم کونډي ته وسپارل شوې.
اوس د ښاغلي کونډي په مشرۍ د (اېپېکس) په نوم ۱۱ کسیزه ډله د دغه ایالت چارې سمبالوي او معلومه نه ده چې تر څو به په خیبر پښتونخوا کې بېړنی حالت نافذ پاتې وي.