تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د 'ترکیې معارف بنسټ' افغانستان کې د زدهکوونکو شمېر لوړوي
د افغانستان دولتي خبري اژانس(باختر) په یوه رپوټ کې ویلي، د ترکیې معارف بنسټ پلان لري چې په افغانستان کې خپل ښوونیز فعالیتونه پراخ کړي او د زدهکوونکو شمېر له ۶ زرو ۸ زرو ته لوړ کړي.
د دغه بنسټ مرستیال استازي پلازمېنې کابل ته څېرمه د میدان وردګو ولایت په افغان ـ ترک ښوونځي کې د ساینسي پروژو نندارتون د پرانیستې پر مهال وویل چې بنسټ پلان لري د خوست او تخار په ګډون په یو شمېر ولایتونو کې نوي ښوونځي پرانیزي.
په افغانستان کې د ترکیې معارف بنسټ مرستیال استازي، ابراهیم فاتح ګوچلو، وویل: "اوس مهال زموږ ښوونیز فعالیتونه د هلکانو لېسو، لومړنیو ښوونځیو او وړکتونونو برخه رانغاړي. دا مهال په ټول افغانستان کې له ۶ زرو څخه ډېر زدهکوونکي لرو. موږ هڅه کوو چې په نږدې راتلونکې کې دا شمېر له ۸ زرو څخه واړوو. همدارنګه، په خوست ولایت کې د یوه نوي ښوونځي د پرانیستلو لپاره هم هڅې روانې دي"
په میدان وردګو ولایت کې د زدهکوونکو لهخوا د مصنوعي ځیرکتیا (AI)، ډرونونو او نورو نوښتګرو برخو اړوند ۲۵ علمي او ساینسي پروژې وړاندې شوې، چې د نوښت او خلاقیت د ودې لپاره یو مهم ګام بلل کېږي. دا لا روښانه نه ده چې د ترکیې ښوونیز بنسټ به له افغان زدهکوونکو سره د دغه نوې ټیکنالوژۍ د ودې لپاره په عملي ډګر او د روزنې په څانګو کې هم څه ګامونه پورته کړي که نه.
د بنسټ مشر احمد توکور، د اکټوبر لومړیو کې ویلي وو چې په افغانستان کې ډېر خلک د ترکیې پوهنې بنسټ له خوا وړاندې کېدونکو خدمتونو ته لېواله دي، ښايي یو دلیل یې د امکاناتو اومعیار خبره وي.
احمد توکور زیاته کړه: "د ۲۰۱۸ کال د لاسلیک شوې هوکړې له مخې، تمه ده چې د افغان ـ ترک پوهنې بنسټ خپل ښوونیز خدمتونه د هېواد په ټولو ۳۴ ولایتونو کې پیل کړي، او موږ به دا کار د اړتیاوو، غوښتنو او شته فرصتونو له ارزونې وروسته ترسره کړو."
د ترکیې معارف بنسټ د نړۍ په ۶۴ هېوادونو کې ښوونیز خدمتونه وړاندې کوي او اعلان یې کړی چې په ۲۰۲۷ کال کې به دافغانستان په سوېل ختیځ خوست کې یو نوی ښوونځی او پلازمېنه کابل کې د پوهنتون په کچه یو پوهنځی پرانیزي.
افغانستان کې سره له دې چې ښوونیزو چارو ته لېوالتیا پراخه ده، د پوهنې او لوړو زده کړو په اډانه کې لا هم ګڼې ستونزې شته چې کیفیت او لاسرسی دواړه په کې د لویو ننګونو په توګه یادېږي. تېرو درې لسیزو کې درغلیو او حکومتي تګلارو د هېواد پوهنیز ډګر په ټوله کې له ودې او غوړېدو شا ته ساتلی دی.